د محرم لسمه د اهل تشیع د درېیم امام، حضرت امام حسین (ع) د شهادت له کلیزې سره سمون لري، چې د ۶۱ هجري قمري کال د محرم د میاشتې په لسمه نېټه د ۵۷ کلونو په عمر په کربلا کې شهید شو.
حضرت امام حسین (ع) د کربلا د پېښې په تړاو او له مکې څخه کربلا ته په لاره کې د خپل شهادت تر وخته پورې په صراحت سره وفرمایل: زما د پاڅون موخه؛ د یزید د اسلام ضد حکومت رسوا کول او امر بالمعروف او نهي عن المنکر او د ظلم او استبداد پر وړاندې درېدل دي او د قرآن له ملاتړ او د خالص محمدي اسلام دین له ژوندي ساتلو پرته، بله کومه موخه نشته.
دا هغه دنده وه چې خدای تعالی حضرت امام حسین (ع) ته سپارلې وه او د همدې ماموریت د ترسره کولو لپاره، د عاشورا په ورځ د ماسپښین لمانځه له ادا کولو وروسته، له خپلو وفادارو ملګرو سره، د یزیدیانو له خوا په شهادت ورسېدل.
د ایکنا نړیوال خبري آژانس ټول کارکوونکي د امام حسین (ع) د شهادت د کلیزې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو، په تېره بیا د نړۍ اهل تشیع او نورو آزادي غوښتونکو ته د تسلیت او تعزیت مراتب وړاندې کوي.