IQNA

نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د تعامل خنډونه لیرې کړي

6:47 - October 29, 2023
د خبر لمبر: 3488183
ایکنا-(استانبول) د افغانستان د طالبانو د حکومت خارجه وزیر ترکیې ته په سفر کې  دافغانستان  لپاره د ملګروملتو له ځانګړې غږملونکې  او ددغې موسیسې خپلواکه څارونکې فریدون هادي سینیرلي اوغلو سره  لیده کاته وکړل .

ایکنا نیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان لپاره دملګروملتو ځانګړې غږملونکې فریدون هادی سینیرلي اوغلو په دغې کتنې کې  په کابل کې له طالب چارواکو سره  خپلو مخکینیو لیدو کتو ته په اشارې سره   نړیوالې ټولنې او افغانستان ترمینځ  دتعامل په زیاتیدا ټينګار و کړ.

 مولوی امیر خان متقي هم په دغې کتنې کې په دې خبرې سره چې کابل په امنیتی زمینو، له نشه ایزو موادو سره په مبارزې،اقتصاد، روغتیا، شفافیّت،حکومتوالۍ  او  ولس ته دخدمت رسونې په چارو کې  اوڅاره  خدمتونه کړي دي ووئیل، په عین حال کې  نړیواله ټولنه دډې په ځاي  ددغو اقداماتو قدرونه وکړي، تل ئې یو غړخیزې غوښتې  کړي دي.

 هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل څو  د افغانستان دشتمنیو په آزادولو  او د بندیزونو په لغوه کولو سره دې ددغه  هیواد د  ولس له ډله ایزې سزاکونې لاس واخلي  او هم دې  له افغانستان  سره درغنده تعامل  خنډونه هم ختم کړي.

د افغانستان د طالبانو خارجه وزیر ټڼيګار وکړ،  افغانستان باید  دیوه ناکراره هیواد په توګه ونه بلل شي، چې پکې  جنګ او اړئ ګړئ  دي ،اوس په افغانستان کې سوله ټينګه ده  او  په هیواد کې یو متمرکز حکومت موجود دی ،نو لاښه ده  چې نړیواله ټولنه  داوسنیو  واقعیّتونو په نظر کې په نیولو سره  له افغانستان سره  رغنده تعامل ته مخه کړي.   

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/08/06/2979454

captcha