د ایکنا راپور له مخې، په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان عمومي اړیکو نه په نقل، د رمضان میاشتې د ۲۳ شپې په مراسمو کښې درې فلیپينې ښځو چې مریم الکانو(Maryam alcano)، ماریکریس دانگو(Maricris Dungo) و لوئیزا کروز(Luisa cruse) نومیږي د کلتوری سازمان په دارالقرآن شتون کښې رسما اسلام ته مشرف شوي.
دا مراسم د حکمت او فلسفه موسسې مشر حج السلام خسرو پناه، د مانیل برخې د المصطفی پوهنځې مشر اکبری، په مانیل کښې د ایران کلتوری سازمان او په مانیل کښې مېشت ایرانیانو او مسلمانانو شتون سره پيل شو چې په کښې درېواړو ښځو د شهادتین لوستلو سره اسلام قبول کړو او نومونه یی مریم او حمیده ځان له انتخاب کړل.