IQNA

له اسلامه ویرونه،له یهود دښمنۍسره د مبارزې لباره د اروبا سپيره سټراټژي( مقاله)

15:30 - April 15, 2024
د خبر لمبر: 3489051
ایکنا – یهود ضده بهیر  او له اسلامه ویرونه ، دیوې سِکې دوه اړخونه دي او دا چې  اروپائي رهبران له یهودي ضده بهیر سره  په یوې صوري مبارزې کې  اسرائیل  د څه دپاسه ۳۴ زره  فلسطینیانو  په وژلو کې په حق ګڼي، کوم شی نه دی، د نوکمپالنې په ضد په مبارزې کې  له ترټولو وروستي انحراف پرته .

له اسلامه ویرونه او  یهودي ضده دښمني ، د اروپا د سپین پوستي توکم  په تصّور کې د دوو غبرګو  وروڼو په معنا دي.  له تاریخي پلوه ،  په اروپا کې د یوې مسیحي  او سپينې لوئې وچې  درلودل ، له اروپا څخه د یهودیانو او مسلمانانو  شړلو ته پابنده  دي.

دې  چارې د اسرائیلو په تاسیس سره یوه ډیر عجیبه او ځيږه بڼه وموندله. د اسرائيلو تاسیس  له دې زیات چې  یوه یهودي پروژه شي، یوه صهیونیسټي پروژه ده  چې د اروپائي سپين نیشنلزم  په اساس زیږیدلې ده. د اسرائيلو په پنځیدا سره ،  له ۱۹۴۸کال څځه وروسته  دیوه تازه یهودی –مسیحي  اختراع شوي سنت یوه برخه  منل شوې ده .

آیا صهیونیزم ضده کړچار د یهودیت دښمني  ده ؟

په ۲۰۱۹ کال کې د  جرمني د ډيرو ګوندونو له خوا یو پریکړه لیک تصویب شو چې د اسرائیلو د جنایتونو په دلیل ددغه رژيم بایکاټ او د پانګې سلبول(BDS) په نامې سره    د بایکاټ مشهور غورځنګ ، د یوهدضده اقدام په توګه محکوموي.

البته له دې مخکې ، یو بل مهم اقدام هم  ترسره شوی ؤ او هغه له یهودیّت ضده بهیر څخه د (IHRA) هولوکاسټ  د یادګار  نړیوال اتحاد  د تعریف منل او تائيدول  وو.

د IHRA  د تعریف په اساس  په اسرائيلو هرډول نیوکه ، یهود دښمني ګڼل کیږي او نتیجه ئې   په امریکا او اروپا کې د صهیونزم او  اسرائيلو په باب  د هر  ډول نیوکه کونکو څرګندونو، سوله ایزو  اعتراضونوله ځپلوپرته  بله هیڅ نه دي

 د تیر کال د اکتوبر له اومې پیښې وروسته له ؛ یهود دښمنۍ سره    مبارزه؛

د تیر کال د اکتوبر له اومې نیټې له پيښو وروسته د اروپائي کمیشن  له خبرداری سره سره ، په دغه براعظم کې رسندوئي خبرونه،له اسلامه ویرونه او  د یهودیت دښمنۍ  د پيښو د زیاتیدا ښودنه وه. په عین حال کې   په داسې حال کې چې ډیری اروپائي هیوادونو  په صهیونیسټانو  باندې د حملې په خاطر  پر حماس نیوکې کړي دي ، له دې سره په یووخت  داسرائیلو  په وسیله په غزې کې دم عامو فلسطینیانو  عامې وژنې تائيدوي.

په داسې حال کې چې  اروپائي حکومتونو د پيوستون په نښه ،خپلې ملی او حکومتي ودانۍ  په اسرائیلي بیرغ سره ښکلي کوي، دا فلسطینی بیرغ دی چې  دخلکو په وسیله د  اروپائي ښارونو په واټونو کې رپوَل کیږي ، خو د فلسطین دملاتړو  د لاریونونو  او اعتراضونو  چغې  ددې په ځاي چې  د واکوالانو او هغو کسانو غوږونو ته  ورسیږي، چې  د همدغو خلکو په رایو سره قدرت ته رسیدلي دي ، په ممنوعیت ، ځپنې او سپکاویو سره  مخامخ کیږي.

 په داسې حال کې  چې د اروپا سیاسی چارواکي  د ۱۴۰۰ وژل شوو کسانو او د فلسطینیانو  په حملو کې د نورو بندي کیدا  لمانځي،خو په عین  حال کې  په غزې او لویدیځي غاړې کې د څه دپاسه ۳۳ زره عامو کسانو چې زیاتره ئې ښځې او ماشومان  دي،سترګې پټوي،اوله دې لا بدتر دا چې  له فلسطینیانو سره  خواخوږي  جرم ګڼل کیږي.د ؛آډنیا شبلي  په څير فلسطینی لیکوالان  د فرانکفرټ کتاب په مشهور نندارتون کې نه دعوت کیږي ،  دانور الغازي په څير د فټبال لوبغاړی  په ټولنیزو  رسندویو کې د فلسطین په ملاتړ کې د پسټونو په دلیل  ځنډول کیږي.

 د فرانسې د کورنیو چارو وزیر  جرالډ ډرمانیّن  په څير  اسلام مخالفه اروپائي  سیاستوالان  چې له دې مخکې ئې  هڅه کړې وه ، د فلسطین دملاتړو  او د فلسطین د پلوي غیر حکومتي اورګانونو اوتنظیمونو مظاهرې  غیر قانوني کوي. همداراز  ئې ډنډورې وهلي څو  له فلسطینه  په ملاتړ کې هرډول  اعراضیه لاریون په عمومی نظم کې د خار پار  اچولو په چټي دلیل  ممنوع کوي  او حتی  د هغو بهرنیو ښاریزو د ویستلو  ګواښونه هم کوي، چې  په دغو لاریونونو کې ګډون کوي.

نهایت دا چې د اروپا سیاسی  شخصیّتونه نړیوالې  ټولنې ته غمیزه رامینځةکونکي سیګنلونه  لیږي: د فلسطینیانو  ژوند د اسرائيلیانو  له ژونده ډير کم اوسپک  دی. داسې ښکاري ، هغه اصلی درس چې  اروپائي مشرانو له هولوکاسټه  زده کړی دی،  دا دی چې  په هولوکاسټ مشهور شعار به نور بیا هیڅکله تکرار نشي ، یوازې او یوازې د یهودیانو لپاره کارندوالی لري او نه  پر مځکې دنورو  هیڅ یوه انسان  لپاره.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i148484

captcha