تهران(ایکنا)ـ د ایران د نفیسو قرانونو میوزیم په شیراز کښې د فارس ولایت د علومو او د ټیکنالوژیو د اطلاعاتو په سیمه ییز مرکز کښې پروت دی .
په دغه میوزیم کښې کابو نهه سوه ټوکه قران مجیدونه چې لاسي ، د کاڼو چاپ ، کلیشه چاپ لري او نفیس دي له بیلابیلو پړاونو څخه او په خطاطي هنر ، تذهیب ، تجلید او نور ځانګړي ځانګړنې لري راغونډ کړې شوي دي .