قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، دا احتجاج د شیعیانو ترور کولو او د په پېښور او شکار پور په جوماتونو باندې حمله کول چې یو شمېر شیعیانو د شهادت سبب ګرځېدلې، محکوم کړه.
دا احتجاج د اسلامی تبلیغات مرکز مشر حجت الاسلام والمسلمین مقصود علی ډومکی او د مجلس وحدت المسلمین مسؤولانو او د شیعه ګوند په شتون سره د سند ایالت کراچۍ ښار کښې پیل کېږی.
په زرګونو شیعیانو د مختلفو ښارونو نه د علما په مشروالی کښې کراچۍ ته روان دې او د شیعیانو ګوندونو اعلان کړی چې دا احتجاج له به د سند ایالت ستر مشر ودانۍ مخې ته به تر هغه ادامه ورکوی تر کومه چې ځواکونه اعلان وکړی چې ترهګرو خلاف به په جدیت سره کار شروع کوی.
یادښتونه: ځواکونه قبایلو کښې د وزیرستان سیمه کښې د طالبان خلاف جنګېږی خو ولی شیعیانو له حکومت نه د کراچۍ ښار کښې دننه د اقدام کولو غوښتنه کړی، ځکه چې د ښار دننه د تکفیری ډلو منوونکې چې د طالبانو اصلی ملاتړی ګڼلې شی روزانه د شیعیانو په خلاف ترور اقدام کوی.
http://iqna.ir/fa/inter/News/2859550