iqna

IQNA

بچوې
لبنان
ایکنا- د لبنان د قرآن یوه قاري میرمن چې  د ایران د قرآن په نړیوالو سیالیو کې ئې  ګډون کړی  او د ؛شرفات علی الطوفان؛ نومې کتاب لیکواله هم ده،د ایران ملت ته ددغه کتاب په ډالۍ کولو سره هیله ښودلې ده چې دغه سوغات او کلتوری ډالۍ د رهبرس ستر مقام ته هم ورسیږي.
د خبر لمبر: 3488780    خپرونې تاریخ : 2024/02/25

ایکنا- د نیواکي فلسطین په شمال باندې د لبنان د اسلامی مقاومتي مبارزانو  د نوو حملو خبر ورکړی  چې په اساس ئې له لبنان سره د نیواکي فلسطین په پولې کې  په اصبح الجلیل  سیمې کې  په مرګلیوټ  ښارګوټي  کې د خطرې ټلۍ  کړنګیدلي دي .
د خبر لمبر: 3488683    خپرونې تاریخ : 2024/02/06

ایکنا- د ایران د اسلامی جمهوریت د اعتکاف د مرکزي کمیټې د نړیوالو چارو مرستیال ددې خبرې په کولو سره چې بیروت د اعتکاف د نړیوالې جشنوارې کوربه شو ،ووئيل،د نړۍ په هیوادونو کې  د اعتکاف د معنوي دستورو د انسجام او د چینل د پراختیا  او زیاتیدا په لړ کې  دنړۍ په مختلفو سیمو کې د اعتکاف  د  کمیټې ددفترونو ، او رهبري شورا په جوړولو پسې یوو او تراوسه پورې  په لبنان او تانزانیا کې د دوه سیمه ایز دفترونه  جوړ شوي دی.
د خبر لمبر: 3488641    خپرونې تاریخ : 2024/01/29

 ایکنا- د لبنان د قرآنی چارو یو فعال وائي، دقرآني علم استاذان  باید د قرآن معارفو اومعنا ژور در ک اوددینی  اواخلاقي ارزښتونو په منتقلولو کې لوړه توانمني ولرل شي.
د خبر لمبر: 3488460    خپرونې تاریخ : 2023/12/23

ایکنا-(بیروت) د لبنان یوه نابینا میرمن چې دټول قرآن حافظه ده ، وائي،هیله منه یم وتوانیږم د خپلې قرآنی پوهې په پراختیا سره په خلکو کې ددغه الهي  کتاب انساني او اخلاقي پيغام خور کړم.
د خبر لمبر: 3488373    خپرونې تاریخ : 2023/12/05

ایکنا-( لبنان ) د حزب الله غورځنګ مرستیال شیخ نعیم قاسم ټينګار وکړ،دطوفان الاقصی نومې ناڅاپی عملیات د صهیونیسټي تیریګر رژيم او ددغه وحشي رژيم  له وحشیتوب او جنایتونو څخه د امریکا او اروپا د پشتیبانۍ لپاره د نه هیریدونکي ماتې سبب شوي دي او دغه راز دغه سخت ګوزار  د ټولو لپاره یوه نه هیریدونکي پښه ده .
د خبر لمبر: 3488167    خپرونې تاریخ : 2023/10/25

ایکنا-( غزه) د فلسطین داسلامی مقاومتی غورځنګ حماس  پوځي څانګې عزالدین قسام کنډکونو دیوې ویډیو په خپرولو سره اعلان کړی دی ، چې په طوفان الاقصی جنګ کې ئې له خودکش ډرونز استفاده کړې ده.
د خبر لمبر: 3488072    خپرونې تاریخ : 2023/10/08

ایکنا-(بیروت) د لبنان په بیروت کې د صبرا او شتیلا د نسل وژنې دشهیدانو د یو څلویښتمې کلیزې د درنښت دستورې په پرتم او ولولې سره ترسره شوې او یو ځل بیا ئې د وحشي صهیونیسټي رژيم جنایتونه غیر انساني او سترظلم وبالۀ.
د خبر لمبر: 3487965    خپرونې تاریخ : 2023/09/17

ایکنا – ( لبنان ) د لبنان حزب الله د بعلبک په ښار کې په يوځي نندارتون کې د ګڼو خلکو په شتون کې د «سام ۶» نوی هوايي ضد توغندی نندارې ته وړاندې کړ.
د خبر لمبر: 3487860    خپرونې تاریخ : 2023/08/27

ایکنا – (عراق) د اربعین د پلي تګ مراسم په راتلونکي اونۍ کې پیلېږي، عراقي چارواکي د اربعین زیارت کوونکو ته د چوپړتیاوو او د امنیت د ټینګښت لپاره د  امنیتي چمتووالي په حال کې دي.
د خبر لمبر: 3487802    خپرونې تاریخ : 2023/08/17

په لبنان کې محرم الحرام
ایکنا – (بیروت) په لبنان کې د عاشورا مراسم د ماتم کوونکو د لبیک یا قرآن په شعارونو او د خدای د کتاب په لوړولو سره په پراخه کچه ترسره شول.
د خبر لمبر: 3487702    خپرونې تاریخ : 2023/07/29

ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ،سید حسن نصر الله  دبیروت په المهدی مدرسې کې د حزب الله د یوه نامتو قوماندان سید مصطفی بدرالدین  دشهادت داومې کلیزې په مناسبت مهمه وینا وکړه.
د خبر لمبر: 3487326    خپرونې تاریخ : 2023/05/13

ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي د ایران له خارجه وزیر سره په کتنې کې  په سیمې کې د امنیت او ثبات له ټينګیدا سره په مرستې کې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ،د ایران  حکومت او ملت  د دریځونو قدرونه اوستاینه وکړه.
د خبر لمبر: 3487253    خپرونې تاریخ : 2023/04/29

ایکنا-(تهران) د ایران یو ممتاز قاری  مجید عنان پور ، د لبنان د قرآن دسیالیو په اوم پړاؤ کې  دوهم مقام ترلاسه کړل.
د خبر لمبر: 3487242    خپرونې تاریخ : 2023/04/26

ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي سیدحسن نصر الله ووئيل،د قدس ورځ له فلسطین او نیواکي قدس سره  دنړۍ د شریفو ملتونو دپيوستون  ورځ ده.
د خبر لمبر: 3487186    خپرونې تاریخ : 2023/04/15

ایکنا-(تهران) د اسلامی د اسلامی جمهوریت د زرګونو ښارونو،ښارګیو او کلو په شان د تهران روژتی مسلمانانو د قدرس د نړیوالې ورځې په میلیوني لاریون کې ولولناک او پرتمین ګډون وکړ او د قدس شریف د آزادۍ د آرمان  او د فلسطین د مظلوم ملت په دفاع کې  مړه دې امریکا،مړدې وي اسرائيل او اسلامی اتحاد په حق کې  چغې پورته کړې او خپل وحدت او یووالی او همپالنه ئې دفلسطین له ملت سره نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3487181    خپرونې تاریخ : 2023/04/14

ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون ویاند ابوالفضل عمويي ووئيل، هغو حملو چې څو ورځې کیږي د صهیونیسټ رژیم لخوا په الاقصی جومات کښې په اعتکاف کونکو باندې شوي دي او هغو  ظلمونو چې د فلسطین د  خلکو پرضد کیږي د روان کال د قدس ورځې اهمیت ئې دوه چنده کړی دی
د خبر لمبر: 3487167    خپرونې تاریخ : 2023/04/11

ایکنا-(تهران)د لبنان د حزب الله غورځنګ د سیاسي شورا مشر ابراهیم امین السید زیاته کړه د اسرائیلو په هکله مو ولیدل چې هغوې د ایران او د عربستان ترمینځ موافقه د ځان لپاره یوه ستره ماتي ګڼلي ده او صهیونیسټ مشرانو یوبل له عربستان سره د اړیکو د عادي کولو د بهیر په ماتي خوړلو تورن کړل.
د خبر لمبر: 3487029    خپرونې تاریخ : 2023/03/13

ایکنا-(تهران) د لبنان د کلتوری چارو وزیر محمد وسام المرتضی روښانه کړه ،هماغه شان چې په جنګی ډګر کې د مقاومتي چورلیز په ضد جنګ دوام لري،په رسندوئي ډګر کې هم د دوي په ضد دلوي جنګ شاهدان یوو او امریکا او صهیونییسټي رژيم په دغې لارې کې  د مصنوعي هوش پشمول له درستو ماډرن آوزارونو او امکاناتو  استفاده کوي.
د خبر لمبر: 3486968    خپرونې تاریخ : 2023/02/28

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن دنړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ غوره او ګټونکي کسان چې نهائي مرحله ئې د ۳۳هیوادونو د ۵۲ ګډون کونکو او سیالئ کونکو په  ګډون سره ترسره شوې،معرفی شول  او  په دغو سیالیو کې له پنځو غوره کسانو څلور د ایران داسلامی جمهوریت  نمایندګان دي.
د خبر لمبر: 3486940    خپرونې تاریخ : 2023/02/23