قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الدیار خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د لبنان مفتي اعظم شیخ عبدالطیف دریان د جاپان کسیکای موسسې مشر چې د جاپان هیواد نه لبنان ته راغلې غونډې مشر هم دي سره کتنه وکړه.
د لبنان ستر مفتي په دې کتنه کې چې په کې د دغه هیواد د اسلامی ملي غونډې مشر محمد السماک، مسیحي هم شتون لرلو د دینونو ترمنځه همکارۍ او نورو ټولو کلتوري کارونو کې له یو بل سره مرستې باندې تاکید وکړو او وې ویل: باید د اعتدال غږ له ترهګري، نښتې او افراط نه اوچت وي.
شیخ عبدالطیف ردیان وویل: اسلام د رحمت، اعتدال، اخلاقی ارزښتونو، د زغم او تحمل، روڼتيا او د نورو دینونو سره د خبرو اترو دین دې او له ترهګرو ډلو جنایاتو، وژنې، سپکاوي او د ځنې ډلو له اړخه د اسلام په نوم باندې پیل کوونکې ناوړه کارونو نه پاک دی.
د دې راپور له مخې، د جاپانی ډله به په دې کتنه کې چط د لبنان دارلفتوای کې پيل شو، د سوري کډوالو او ماشومانو لپاره د بشر دوستۍ مرستې وړاندې کولو لپاره شوي هڅو او فعالیتونو راپور دې غونډې ته وړاندې شو.
دې غونډه همدارنګه په لبنان کې د سره ژوند او د بشري کرامتونو ته احترام او د دینونو او کلتورونو تر منځه فرق سره ګډ ژوند تجربه غوښتنه وکړه.
http://iqna.ir/fa/news/3525896