IQNA

د شهید قاسم سلیمانی او شهید المهندس ددرنښت په دستورو کې د مصرد نامتو قاری په زړه پورې تلاؤت

6:55 - January 01, 2023
د خبر لمبر: 3486682
ایکنا-(تهران)د مصر یوه تکړه او مشهور قاری عبدالرحمن الخولی په هغو دستورو کې چې د شهید قاسم سلیماني او شهید ابومهمدي المهندس د شهادت دکلیزې په مناسبت ترسره شوې د قرآن کریم دآيتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د مصر د قرآن کریم نړیوال قاری شیخ عبدالرحمن الخولی د یاد اودرنښت په هغو دستورو کې چې د شهید قاسم سلیماني او شهید ابومهدی المهندس دشهادت ددریمې کلیزې په مناسبت د مجمع قرآن کریم له خوا ترسره شوې د قرآن کریم دآیتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ.

دغه دستورې د لبنان په الجنوب ولایت کې په الصور سیمې کې په امام حسین(ع) کمپلیکس کې ترسره شوي وې او د شیخ علی عارف،د حزب الله د الجبل سیمې مسئول حاج بلال داغر،سردار علی الحاج  او یو شمیر نورو عالمانو او شخصیّتونو پکې ګډون درلود.

 دغه دستورې  په روان کال کې د لبنان دقرآني سیالیو لومړي لمبر قاري محمدغملوش په تلاؤت سره پیل شوې، بیا د شهیدانو بچیانو ویناوې وکړې او د شهید قاسم سلیماني په باب یو ویډیوئي فلم هم خپور شو. په دوام کې  د حصر  عربی جمهوریت  نړیوال قاری عبدالرحمن الخولي د قرآن کریم د یو شمیر آیتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ.

ددغودستورو ځيني انځورونه هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږی.  

https://iqna.ir/fa/news/4111031/%D

captcha