IQNA

د څو هېوادونو د وړیا ویزو ورکول او د ګارډین له لوري په اربعین کې د پلي تګ د انځور غوره کېدل

10:56 - August 17, 2023
د خبر لمبر: 3487802
ایکنا – (عراق) د اربعین د پلي تګ مراسم په راتلونکي اونۍ کې پیلېږي، عراقي چارواکي د اربعین زیارت کوونکو ته د چوپړتیاوو او د امنیت د ټینګښت لپاره د  امنیتي چمتووالي په حال کې دي.

ایکنا د فرات نیوز په حواله خبر ورکوي چې، د عراق د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، د یمن، لبنان، پاکستان او افغانستان هېواد د زیارت کوونکو لپاره د ویزو ورکول به د صفر میاشتې له پیل څخه تر پایه پوري په وړیا ډول وي.

مګر ایراني او عراقي وګړي د دوی د دولتونو د هوکړو له مخې، له ویزو او هرډول لګښت پرته کولای شي ایران او عراق ته ولاړ شي.

د اربعین د زیارت کوونکو لپاره به د صفر له لومړۍ نېټې ( د زمري له ۲۷مې) څخه د عراق هوايي او ځمکنۍ لارې پرانیستي وي او په همدې لړ کې به د نجف، بغداد او بصرې هوايي ډګرونه او همدارنګه د ایران، کویټ او سوریې ګډې ځمکنۍ پولې د زیارت کوونکو د هرکلي لپاره د چمتو کېدو په حال کې دي.

د امیرالمؤمنین علي (ع) مقدس حرم هم اعلان کړی چې د صفر میاشتې له لومړۍ نېټې او د راتلونکې اونۍ په پیل سره د حسیني اربعین ځانګړې خدماتي طرحه پلي کوي. 

د عراق د بابل ولایت د پولیسو قوماندانۍ هم اعلان کړی چې په دې ولایت کې د چمتوالي او د اربعین د امنیت ټینګښت  لپاره د وروستیو چارو د څېړلو په موخه امنیتي ناسته ترسره کړې ده.

د عراق د پوله ایزو لارو سازمان د حسیني اربعین زیارت کوونکو د تګ راتګ آسانتیا لپاره له خپل چمتووالي خبر ورکړی دی.

د دې سازمان ویاند علاء الدین القیسي وویل، چې المنذریه (خسروي)، شلمچه، الشیب (چذابه)، زرباطیه (مهران)، صفوان (له کویټ سره لاره) او القائم(له سوریې سره لاره) او بغداد، بصرې او نجف اشرف هوايي ډګرونه هم د زیارت کوونکو هرکلي ته چمتو دي.

هغه زیاته کړه چې د مندلي (سومار) پوله ایزه لاره هم د مواکبو د موټرو تګ راتګ او د اربعین زیارت د ځانګړو اړتیاوو لپاره ځانګړې شوې ده.

د عراق د پوله ایزو لارو سازمان ویاند ټینګار وکړ چې دا سازمان به هغه زیارت کوونکي ته د تلو اجازه ورنه کړي، کوم چې معتبر پاسپورت له ځان سره ونه لري.

د انګلستان ګارډین ورځپاڼې هم هره اونۍ یوشمېر انځورونه د اونۍ د غوره انځورونو په توګه خپروي، د دې اونۍ خپل یو غوره انځور یې د عراق په سویل کې له فاو سیمې څخه د اربعین پلي تګ پیلېدو یو انځور ټاکلی دی.

ګارډین د دې انځور په وضاحت کې لیکلي چې شیعه زیارت کوونکو د اربعین مراسمو ترسره کولو لپاره د کربلا په لور حرکت پیل کړ.

https://iqna.ir/fa/news/4162932

captcha