IQNA

د پاکستان عمومي ټاکنې او د هغو حیرانونکی پايلې(مقاله)

15:23 - February 10, 2024
د خبر لمبر: 3488699
ایکنا- ایکنا- د پاکستان د عمومي ټاکنو وروستۍ رسمي خپرې شوې پایلې ښایي چې د تحریک انصاف ګوند ملاتړو نوماندانو ۹۱ چوکۍ او د مسلم لیک نواز ګوند ۷۱ چوکۍ تر لاسه کړي، دغه راز د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پييپلزګوند ۵۳ څوکئ په دغه ټاکنو کې خپلې کړي دي.

ایکنانیوز پارس ټو ډې  له قوله راپور راکړ،په داسې حال کې چې د مسلم ليګ ګوند مشر محمد نواز شريف د څلورم ځل لپاره د پاکستان د لومړي وزير په توګه ځان کانديدوي، د پاکستان د ټاکنو د کمېسيون له خوا اعلان شوې پايلې په دغه هېواد کې د سياسي تحولاتو نوې فضا رامنځته کوي.

په داسې حال کې چې د تحریک انصاف مشر عمران خان په زندان کې دی او په ټاکنو کې د دغه ګوند پر نوماندانو ډېر محدودیتونه لګول شوي وو، چې په هغې کې د دغه ګوند ټاکنیز نښان کارولو څخه منعه کول هم شامل وو، د تحریک انصاف تر ملاتړ لاندې د ازادو کاندیدانو بریا د مسلم لیګ نواز او ولس ترمنځ په سیاسي دوه اړخیزه فضا کې ځآنګړی پیغام لري.

د سیاسي مسایلو کارپوه مرتضی فیاض په دې اړه وايي: د تحریک انصاف او نواز مسلم لیګ تر منځ د پام وړ واټن د پاکستان په سیاسي فضا کې د بشپړ بدلون او له سیاسي دوه ګوني قطبي کېدو څخه د وتلو څرګندونه کوي.

نوموړی زیاتوي: دا چې ولس د ګوندونو دریځ او کړنو ته پام کوي او د تېر په څېر له زورواکو او واکمنو کورنیو سره ځآنونه نه تړي، په خپلو رایو سره یې وښوده چې په عمل کې ثابتول د دوی لپاره مهم دي چې له دې جملې د تحريک انصاف د ټاکلو شعارونو له مخې، د خپلواکې بهرنۍ تګلارې د جوړولو او د خلکو د ژوند د ستونزو د حل یې لومړیتوب دی.

د پاکستان پارلمان ۳۴۲ څوکۍ لري، چې ۲۶۶ څوکۍ يې د مستقيمو ټاکنو له لارې ټاکل کېږي.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې، ۱۰ څوکۍ د مذهبي اقلیتونو او ۶۰ څوکۍ د ښځو لپاره ځانګړې شوې دي، چې د هغو ګوندونو د استازو په تناسب ډکېږي چې له ۵٪ څخه زیاتې رایې ولري.

له همدې امله، هغه ګوند چې ډیرې رایې او څوکۍ ترلاسه کوي د غیر انتخابي څوکیو په ترلاسه کولو کې مخکښ وي.

د پاکستان د سیاسی حلقو له نظره د دغه هېواد د پارلیماني انتخاباتو اوسنۍ نتیجې ښیي چې مهندسي ټاکنې او د تکراري شویو مهرو څخه پرلپسې استفاده کول ګټه نلري او له وړاندې یوې سیاسي ډلې ته د بریالیتوب یا ټاکنوونکي په توګه هم نظر نشو کولای، ځکه د پاکستان خلکو په درک سره د سیاسي حزبونو کړنو، کورنۍ او بهرنۍ پالیسۍ او نورو اعمالو ته په کتو د خپلې خوښې نوماندانو ته رایې کارولي دي.

د دې ترڅنګ په دې ټاکنو کې د خلکو رایه کارول، د مسلم لیګ نوازاو بلاول بوټو اړوند د خلکو ګوندونو ته،  د هغو د کړنو ځواب کېدای شي، چې په ګډه یې عمران خان د لومړي وزیر له څوکۍ لرې کړ او د ایتلافي حکومت د جوړولو هڅه یې وکړه.

د اوسنیو انتخاباتو نتیجې ښيي چې د پاکستان خلک غواړي د فامیلیزم او عصبیت په فضا کې بدلون راولي ترڅو د ټولنې نورو طبقو  ته په حکومت کې د ګډون او د پاکستان د ستونزو د حل لپاره مناسب فرصت برابر کړي.

البته د تحريک انصاف د ځينو مشرانو په منځ کې دا اندېښنه شته چې د کارول شویو رايو سمه ساتنه نده شوې، دغه راز ویل کیږي چې د پاکستان انتخاباتي نظام تخنیکي برخه کمزورې او له صفر سره برابره ده.

له همدې امله، دا احتمال چې تحریک انصاف به په پنجاب ایالت کې ملي او محلي حکومتونه جوړ کړي، له آټکله لرې نده، مګر دا چې د پارلماني چوکیو یو پر درېیمې برخه چوکۍ تر لاسه کړي او د ایتلافي حکومت جوړولو ته غاړه کیږدي، احتمال یې ډیر کم دی.

 

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i146000

captcha