iqna

IQNA

بچوې
انتخابات
ایکنا- د پاکستان د مسلم لیګ ن څانګې او پيپلز ګوند په ګډون یو ائيتلافي حکومت جوړ شوی،چې البته د دوي یو مهم متحد مذهبی ګوند جمعیت علمای اسلام ف څانګه له دوي سره په حکومت کې نه دی شامل شوی او په اپوزیشن کې کیني.
د خبر لمبر: 3488836    خپرونې تاریخ : 2024/03/06

ایکنا- د پاکستان شپاړسم ملي پارلمان د درې سوه دوه (۳۰۲) نویو استازیو په لوړه کولو سره خپل کار پیل کړ او د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې غړی ایاز صادق د یوسل نهه نوي رایو په ترلاسه کولو سره د دریم ځل لپاره د پاکستان د ملي پارلمان یعني د نیشنل اسمبلۍ د مشر په توګه وټاکل شو.
د خبر لمبر: 3488811    خپرونې تاریخ : 2024/03/02

ایکنا- د اسلامی انقلاب ستر لارښود له اسلامی انقلاب وروسته ځوان نسل له پخوانيو ځوانانو څخه ډېر د څېړنې، استدلال، منطق او ريښتینولۍ اهل وباله او زیاته یې کړه: ګران ځوانان دې پوه شي چې د رایو واقعي صندوق او په ټاکنو کې انګېزه لرونکی او هیله لرونکی حضور، آسانه نه دی لاسته راغلی او له طاغوت، ظلم او فساد سره د ملت د اوږدې مودې سرښندنو او فداکاریو پایله ده.
د خبر لمبر: 3488804    خپرونې تاریخ : 2024/02/28

ایکنا- د  تهران د جمعې لمانځه خطیب د ایران راتلونکي پارلیماني انتخابات ،د ایران دملت لباره یو لوي فرصت وبالۀ او په دغو پارلیماني انتخابات و کئې  ئې  پرګډون ټينګار  وکړ.
د خبر لمبر: 3488771    خپرونې تاریخ : 2024/02/23

ایکنا- د ایران د اسلامی انقلاب معظم لارښود د ټولو چارو د اصلاح او مشکلاتو د حل لارې په توګه د ملی وحدت  او د  کب د میاشتې په یولسمه کیدونکو عمومي انتخابات و پر اهمیّت په ټينګار سره، ټول  په دغې مهمې ملی پيښې کې  ولولناک شتون ته وبلل.
د خبر لمبر: 3488739    خپرونې تاریخ : 2024/02/18

ایکنا- ایکنا- د پاکستان د عمومي ټاکنو وروستۍ رسمي خپرې شوې پایلې ښایي چې د تحریک انصاف ګوند ملاتړو نوماندانو ۹۱ چوکۍ او د مسلم لیک نواز ګوند ۷۱ چوکۍ تر لاسه کړي، دغه راز د بلاول بوټو زرداري په مشرۍ د پييپلزګوند ۵۳ څوکئ په دغه ټاکنو کې خپلې کړي دي.
د خبر لمبر: 3488699    خپرونې تاریخ : 2024/02/10

ایکنا- ټاکل شوې ده د پاکستان د ولسی جرګې او صوبائي جرګو عمومي انتخابات د فرورۍ په اتمه نیټه ترسره شي.   
د خبر لمبر: 3488684    خپرونې تاریخ : 2024/02/06

ایکنا- د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه  اي د کب د میاشتې په یولسمه نیټه په انتخابات و کې د خلکو ولولناک او پرتمین شتون د ملی امنیت  او اقتدار تضمینونکی وبالۀ او ټينګار ئې وکړ،په الهي فضل سره به ولس د سلواغې د میاشتې په ۲۲نیټه د یوم الله  په عمومي لاریون کې ولولناک او پراخ ګډون وکړي او د اسلامی انقلاب په دفاع سره  به له  حضرت امام خمیني سره خپله وفاداري لا جوته کړي.
د خبر لمبر: 3488679    خپرونې تاریخ : 2024/02/05

ایکنا- د اسلامی انقلاب  معظم لا رښود د کب د میاشتې یولسمه نیټه ډيره مهمه او  د بدلون زمینه جوړونکي وبلله او ټينګار ئې وکړ، ملت   دې ځان  د انتخابات و د ترسره کیدا لپاره په ترټولو ښه بڼه یعني،پیاوړی او ولولناک ګدون،د لورو واقعي سیالي، مختلفې لیدتوګې  او حقیقي سلامتیا او بشبړ امنیت  په څلورو  خصوصیّتونو سره ،تیار  کړي .
د خبر لمبر: 3488463    خپرونې تاریخ : 2023/12/23

ایکنا- د امریکا مسلمانانو په یوه کمپاین پیلولو سره وئيلي دي، په غزې تړانګې کې  داسرائيلو له جنایتونو څخه د جوبایډن په ملاتړو سیاستونو باندې په اعتراض کې  په راتلونکو انتخابات و کې به هغه ته راي ورنکړي.
د خبر لمبر: 3488462    خپرونې تاریخ : 2023/12/23

 ایکنا-(تهران) د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  خپلې  انتخباتي سیالۍ د مئ د دیارلسمې نیټې په شپې د استانبول په آیا صوفیه جومات کې د قرآن کریم په تلاؤت او دلمانځه په قایمولو سره پاي ته ورسولې.
د خبر لمبر: 3487343    خپرونې تاریخ : 2023/05/16

ایکنا-(تهران) د نړۍ زیاتره ټيلیویژني چینلونه او رسندوئې د پاکستان په لویو ښارونو کې ددې هیواد د مخکني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د پلویانو د پراخو مظاهرو تصویرونه خپروي او وئيل کیږي،چې په درست پاکستان کې دعمران خان د نیول کیدا په ضد پراخې مظاهرې هماغاه راز دوام لري او په ځينو سترو ښارونو کې پوځي حکومت هم اعلان شوی دی.
د خبر لمبر: 3487316    خپرونې تاریخ : 2023/05/10

ایکنا-(تهران)دلبنان د حزب الله غورځنګ د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړڅرګندونو کې د لبنان د ولسمشر د لازر ټاکل کیداپه ضرورت ټينګار وکړ،او وې وئيل،د ولسمشر ټاکل کیدا باید داوږدې مودې لپاره  دوام ونه کړي،ځکه له استثنا پرته دغه خلاء د لبنان وضعیّت ته جدي تاوان دی.
د خبر لمبر: 3486780    خپرونې تاریخ : 2023/01/21

ایکنا-(تهران)د امریکا د کانګرس دوې مسلمانې استازې میرمن ایلهان عمر او رشیده طیب یوځل بیا د کانګرس په مینځ پړاوه انتخابات و کې بریالئ شوي دي.
د خبر لمبر: 3486436    خپرونې تاریخ : 2022/11/10

ایکنا-(تهران) د بحرین دنمایشي پارلیماني انتخابات و،له صهیونیسټي رژيم سره د اړیکو دعادي کولو په ضد او د سیاسی بندیانو د خوشي کیدا لپاره اعتراضیه مظاهرې ترسره شوې.
د خبر لمبر: 3486420    خپرونې تاریخ : 2022/11/06

ایکنا-(تهران )دعراق غږمله چوکاټ په یوې اعلامیې کې  وئيلی دي،ددغه هیوادد مشکلاتو یوازینۍ حل لاره خبرې اترې او تفاهم دی او هیڅ یو لوری په هیڅ ډول شرائطو سره دعراق دملت اراده اوهوډ  نشي مصادره کولی.
د خبر لمبر: 3486102    خپرونې تاریخ : 2022/08/13

تهران (ایکنا) –د پاکستان لومړي وزیر او د امریکائي استعمار کلک مخالف عمران خان خپل ولس ته په خطاب کې وویل چی په اسلام اباد کې د امریکا ډیپلوماټانو په پټه د پارلیمان له استازو سره لیدکاته کړي دي .
د خبر لمبر: 3485655    خپرونې تاریخ : 2022/04/09

تهران (ایکنا) - د فرانسې د مسلمانانو د شورا له تاسیس شل کاله وروسته،ددغه هیواد چارواکو ووئیل،نیّت لري ددې په ځاي داسلامی ټولنې په نامې سره بله اداره  جوړه کړي ، یوه داسې فیصله چې  ددغه هیواد دمسلمانانو غوسه ئې راپارولې ده .
د خبر لمبر: 3485275    خپرونې تاریخ : 2022/01/16

تهران (ایکنا) - محمد محیی زیاته کړې ،مونږ ډاډمن یوو امریکا  له عراقه وتل نه غواړي ،او په مختلفو نامو اوعنوانونو سره په عرقا کې د شتون دتپلو لپاره هڅه کوي او د واشنګټن دغه دریځ ،دعراق د ملت دهوډ او غوښتنې لپاره یو چیلنج  شمیرل کیږي ، چې  مسلما امریکا ئې باید  لګښت ورکړي .
د خبر لمبر: 3485202    خپرونې تاریخ : 2021/12/30

تهران (ایکنا) – د لبنان دحزب الله ولسی غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړ څرګندونو کې  روښانه کړې ده ،  په هغو پارلیماني انتخابات و کې چې ټاکل شوې ، د ۲۰۲۲کال په مئ میاشت کې به ترسره شي او په انتخابات و کې دګډون معیار ، دخلکو خدمت او  د وس ساتنه  ده .
د خبر لمبر: 3485199    خپرونې تاریخ : 2021/12/30