ایکناخبری اژانس د المینار له قوله راپور راکړ، دلبنا ندحزب الله غورځنګ دعمومي منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، دغه غورځنګ به دراتلونکي مئ میاشتې په پارلیماني انتخاباتو کې په قدرت سره ګډون وکړي . شیخ نعیم قاسم دغه راز زیاته کړ، دغه انتخابات ، به دخلکو د ټاکنې ښودنه وي او ملت ټاکي چې څوک ئې نماینده شي . ل دغې سیالۍ موخه ، د صهیونیسټي رژيم په وړاندې د لبنان ساتل او هم د په مختلفو اقتصادي ، ټولنیزو او روغتیائي حوزو کې د ملت د مشکلاتو حل کول دي .
د لبنان د حزب الله غورځنګ دغه لوړپوړي چارواکي ووئیل پوهیږو چې د انتخاباتو لپاره بې مخینې نړیوال شورماشور روان دی ، او د ځينو ګوندونو له خوا چې دمونږ له ملي پروژې سره مقابله کوي ،یو لړ خوځښتونه هم شته دي ، ځکه دوي باؤري دي ، چې د انتخاباتو لپاره به ډير استازي حاضر شي او دا معادله به بدله کړي . له دې سره سره نوي څیرې به ډيرې زیاتې نه وي .
شیخ نعیم قاسم دغه راز ووئيل ، زمونږ انتخاباتي دنګل ، د خلکو د خدمت او د هیواد په راتلونکي کې د اغیز شیندونکي او قدرتمند شتون لپاره دی او مونږ د اکثریّت او اقلیت له برابرۍ سره هیڅ دلچسپي نه لرو او فکر نه کوو ، دا موضوع دهغو کسانو لپاره که هغه په اکثریّت کې او که په اقلیّت کې ورته معیار شي . په انتخاباتو کې د ګډون معیار او ملاک د خلکو خدمت او د دوي ساتل دي ، دا داسې معیار دی چې دراتلونکو څلورو کلونو لپاره دلبنان د راتلونکي په بڼه جوړونې باندې اغیزې شیندي .