IQNA

قران مجید څه وايي/4

قران کریم په کوم ډول بشر او انسانان هدایتوي؟

15:35 - May 30, 2022
د خبر لمبر: 3485844
وحیاني (وحي ته اړونده)کتابونه کله نه کله یوازې د عبادت په ادابو باندې د پوهیدا او د معنویت د زیاتولو لپاره د پام وړ ګرځي

 او دا داسی شی دی چې د هدایت له مفهوم څخه پوهول کیږي. خو قران کریم مونږ ته د هدایت له مفهوم څخه حیرانونکي اړخونه راښودلي دي.

د قران هدایت د بشر د ژوند یوې محدودې سیمې ته بیل نه دی؛ د قران هدایت د بشر د ژوند ټولو اړخونو ته مربوط دی؛ یعني داسې خبره نه ده چې قران په یوې سیمې کښې انسان ته هدایت وکړي او په یوې بلې سیمې کښې د بشر د ژوند او د بشر له  اړتیا وړ موردونو څخه انسان ازاد پریږدي او په بې پامۍ سره ترې تیر شي.

قران کریم د بشر د شتون په ډګر او د ژوند په ټولو صحنو او اړخونو باندې کنټرول لري؛د انسان له معنوي کمال څخه د بشري ټولنو تر مسلې او د بشري او د انساني ټولنو اداره کولو ، د عدل قائمولو ، او د انساني ټولنو د اداره کولو لپاره مدیریتي کړچارونو ، او له دښمانانو سره په مقابلې کښې کوشش او یا د دوښمنیو لیرې کولو هڅه:« وَلَا تَسْتَوِي الْحَسَنَةُ وَلَا السَّيِّئَةُ ادْفَعْ بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ فَإِذَا الَّذِي بَيْنَكَ وَبَيْنَهُ عَدَاوَةٌ كَأَنَّهُ وَلِيٌّ حَمِيمٌ؛   نیکۍ او بدۍ یوشان نه دي. (بدۍ) په ترټولو ښې رودې سره دفع کړه؛( په دغه متین او نیک کړچار سره) ناڅاپه به هغه کس چې ستا او د هغه په مینځ کښې دښمنۍ ده (داسې شي ) ته وا ستا نږدې او مینه ناک ملګری دی.(فصلت/۳۴)

د کورنۍ په هکله فرمايي  «رَبَّنا هَب لَنا مِن اَزواجِنا وَ ذُرِّیَّتِنا ‌قُرَّةَ اَعیُن»(فرقان، 74)

یا قران کریم د انسان د ارامښت ، د روحي سکون او ارامښت د مسلې په هکله چې د انسان یو ترټولو مهم ضرورت دی وايي  «فَاَنزَلَ اللهُ سَکینَتَه عَلی رَسولِه؛ وَ عَلَی المُؤمِنین»،(فتح، 26).

د داخلي ګډوډیو ختمول چې انسان د ژوند په پیښو کښې ورسره مخامخ کیږي،  د علم د زده کولو او د طبعیت تر پیژندلو سپارښتنې پورې «وَ استَعمَرَکُم فیها»(هود، 61) چې انسان باید د علم ، د پوهې ، د طبعیت او د علم د حقایقو د کشفولو په لور حرکت وکړي او د انسان تر فردي  کړچارونو پورې ، «وَ لا تُصَعِّر خَدَّکَ لِلنّاسِ وَ لا تَمشِ فِی الاَرضِ مَرَحًا؛ او له خلکو( په تکبر) سره مخ مه اړوه او په ځمکه باندې په غرور سره مه ګرځه چې خدای کبرجن خلک نه خوښوي»(لقمان/۱۸) په قران کښې ورته پام شوی دی.

دغه خبرې له قران کریم سره د انس په محفل کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمي سید علي خامنه اي له څرګندونو څخه راخیستل شوي دي.

ایت الله سید علي خامنه چې په ۱۹۳۹ میلادي کال کښې زیږیدلی دی د ایران د اسلامي جمهوریت دیني مشر او شیعه مجتهد دی او د اسلامي معارفو د معرفي کولو په برخه کښې د هغه ډیر کتابونه چاپ شوي دي.

تړلې خبرونه
captcha