IQNA

 قرآني سپارښتنې/27

لوړځايګی د هغه څه په انفاق سره چې ورسره مینه لرو،ترلاسه کیږي

17:05 - August 28, 2022
د خبر لمبر: 3486148
ایکنا-(تهران) دانفاق آیت روښانه کوي چې دنیکو خلکو ځائيګي ته درسیدا لپاره ،باید له هغه څه چې ورسره مینه لرووتیر شو او هغه  وبخښو، یوه داسې پيښه چې  څومره زیاته مو خوښه وي،وبخښل شي ،نو  انسان لا لوړ مقام ته رسوي .

 انفاق ( دیوه شي هغه چا ته بخښل، چې ورته اړتیا ولري)داسې روښانه کوي چې د نیکو خلکو ځائيګي ته درسیدا لپاره، باید له هغه څه چې ورسره مینه لرو،ضرورت مندو ته وبخښو. یوه داسې پيښه چې هرڅومره مو زیات خوښ وي ،نو انسان لالوړ مقام ته رسوي .

انفاق اصطلاحا  اړمنو کسانو ته دخپلو شتمنیو ځیني شیان ډالۍ کول دي . انفاق  په بخښلو سره  له هغه پلوه مختلف  وي  چې په انفاق کې تل   د انفاق شوي شي مالکیّت  منتقلیږي، خو  په بخښنې کې لزوما داسې نه ده.

؛بِرَ؛  دقرآن کریم یو هغه ټکی دی چې  د نیک کار  په معنا او د نیکو کارونو پراخولو ته اشاره کوي.  ؛بِرَ؛ همداراز  داسې لوړ او غوره مقام دی چې   انسانانو ته ئې ژمنه ورکړل شوې ده چې  دخیر کارونو د ټولګې په رعایتولو سره  هغوي ته ورکول کیږی.  په ځينو روایتونو کې ،؛بِرَ؛د خداوندمتعال  په نزد  د ترټولو غوره انسانانو د ځائيګي په تعبیر شوی دی چې  اهل بیت علیهما السلام  ئې مصداق حسابیږي. البته  دغه ځائيګی  د چا په نصیب  کیږی؟ خداي تعالی  په آل عمران سورې کې فرمائي؛«لَنْ تَنَالُوا الْبِرَّ حَتَّى تُنْفِقُوا مِمَّا تُحِبُّونَ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فَإِنَّ اللَّهَ بِهِ عَلِيمٌ؛  هیڅکله به نیکو کارونو ته ونه رسیږئ څو له دې چې ورسره مینه کوئ او انفاق ئې کړئ او  هرڅه چې انفاق کړئ ، نو په پریکنده توګه ورباندې خداي  خبر  او دانا دی.

                                  (د آل عمران سوره- ۹۲آیت)

د قرآن کریم د اوسمهاله مفسر علامه طباطبائي  په اند،د هغه څه د انفاق اهمیّت  چې  انسان  ورسره مینه لري او غوره او لوړ مقام ته دانسان په رسولو کې  ئې رول له دې امله دی چې  انسان  دخپلو عریزو په اساس،د مال اوشتمنۍ  له غونډولو سره له زړه  اړوندوالی لري او ګواکې  مال او شتمنۍ ئې د ژوند او حیات یوه برخه ده.

محسن قرائتي  په تفسیر نور کې ددغې سورې ځیني پیغامونه داسې بیانوي.

1   د نیکو خلکو ځائيګي ته د رسیدلو یوازینۍ لاره له ډيرو خوږوشیانو څخه   دزړه له اخلاصه انفاق کول دی

2   د اسلام په مکتب کې، دانفاق موخه ،یوازې دبې وځلۍ ختمول نه دي ،بلکې د  انفاق کونکي  وده هم مطرح ده.د سخاوت د روح غوړیدا او خیالي محبوبیّتونو څخه  زړه پرې کول، دانفاق کونکي لپاره د انفاق تر ټولو مهم اثر دی.

3   له دنیا سره د زړه اړوندوالی  د برمقام  ته له رسیدا دمحرومیدا سبب کیږي.

4   د انسان نیکمرغي دهغه د اجتماعي او مهربان نظر په سیوري کې دی.

5  ترټولو ښه او مینه ناک شی د انسان لپاره ژوند دی . نو هغه شهیدان چې خپل ژوند د خدای تعالی په لاره کې قرباني کوي،د بِرَ ترټولو لوړ مقام ته رسیږي.

تړلې خبرونه
captcha