IQNA

قران مجید څه وايي/5

انسان له مړینې وروسته له خدای سره کتنه کوي

21:40 - June 01, 2022
د خبر لمبر: 3485850
تهران(ایکنا)ـ هغه ‌ډیرې سختیانې او کړاونه چې انسان یې په ژوند کښې تجربه کوي

، له خدای سره په کتنې سره پاې ته رسیږي او له سختیانو وروسته اسانتیا د انسان په انتظار کښې ده.
انسان د زږیدا له وخت راهسې له ډول ډول کړاونواو تاوانونو سره مخامخ کیږي او هغه په پرله پسې ډول په خطر کښې دی.
انسان د خپل ژوند په پیل اوپاې یعني په خپلې زیږیدا او مړینې کښې هیڅ اختیار نلري.
خو د دغو دوو پیښو په واټن کښې د یوه عمر په اندازه لاره لري او انسان په دغه لاره کښې اختیار لري چې خپل ژوند ته اړخ ورکړي.: «وَ قُلِ الْحَقُّ مِنْ رَبِّکُمْ فَمَنْ شاءَ فَلْیُؤْمِنْ وَ مَنْ شاءَ فَلْیَکْفُرْ…»(کهف، 29).
هغه کولای شي د ځان لپاره یو هدف کیږدوي اوپلانونه وکړي.
انسان په دائمي ډول د هڅې او د کوشش په حال کښې دی او خپلو هدفونو ته د رسیدا لپاره هره سختۍ زغمي. اما ایا انسان له دې زیات اختیار نلري؟
«يَا أَيُّهَا الْإِنْسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى رَبِّكَ كَدْحًا فَمُلَاقِيهِای انسان په رښتیا چې د خپل پروردیګار سختۍ ګالې او هڅه کوې او له هغه سره به کتنه وکړې (انشقاق/۶)
د قران کریم دغه ایت د انسان کړنلاره انځوروي او یادونه کوي چې هغه زیات کړاو او سختۍ چې په خپل دنیاوي ژوند کښې یې زغمي له خدای سره د کتنې سبب کیږي.
په حقیقت کښې خدای دغه تضمین کړی دی او انسان ته چې ممکن دی
د سختۍ او د کړاو په وجه ناهیلی شي زیری ورکړی دی چې په نهایت کښې له خدای سره کتنه وکړي او په ژوند کښې د هغه انتخاب له پروردیګار سره د انسان د کتنې په کیفیت اغیز شیندونکی دی:«... سَيَجْعَلُ اللَّهُ بَعْدَ عُسْرٍ يُسْرًا
خدای ژر له سختۍ وروسته اسانۍ راولي»(طلاق/۷)
محسن قرائتي په تفسز نور کتاب کښې د قران کریم د ایت پیغامونه بیان کړي دي:
۱انسان د خدای په لور د حرکت په حال کښې دی.چې فرمائیلي یې دي««إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ»(بقره، 156)

۲ انسان د خدای په لور د حرکت په لاره کښې له بې شمیره مشکلاتو سره مخامخ دی. «إِنَّكَ كادِحٌ إِلى‌ رَبِّكَ».
۳ خدای پاک په تاریخ او ټولنه کښې یو شمیر ثابت قوانین مقرر کړي دي چې ټول یې پیروۍ کوي؛توقف نښی کولای نع شاته ګرځیدلی شي او یا بل کوم لور ته لاړ شي: «كادِحٌ إِلى‌ رَبِّكَ كَدْحاً».

۴ د انسان د حرکت پاې خدای ته رسیدل دي:«فَمُلاقِيهِ».

دلته له پروردیګار سره د کتنې تعبیرکه هغه د قیامت ورځې ملاقات ته وي که هغه د خدای پاک د انعام ورکولواو د سزا ورکولو ته اشاره وي د دې ښودنه کوي چې دغه کړاونه به تر قیامت ورځې پورې دوام ولري او کړاونه هغه وخت پاې ته رسیږي چې د دغه دنیا دوسیه وتړل شي او انسان په پاک عمل سره له خپل خدای سره کتنه وکړي. او له کړاو پرته اسانتیا یوازې په اخرت کښې امکان لري.

تړلې خبرونه
captcha