IQNA

قرآني پندونه او ټولنه [17]

د ټولنې د دړې وړې کیدا مخنیوی څرنګه کیدلی شي

16:37 - July 06, 2022
د خبر لمبر: 3485961
ایکنا- (تهران)  قرآن کریم ښودلې ده چې  دانسان عمل دټولنې پر وضعیّت ژورې او مستقیمې اغیرې شیندي ، هماغه شان چې د ټولنې د اصلاح لپاره ، یوازې پر سختو اجتماعي قواعدو باندې تکیه نشي کیدلی ، بلکې باید هڅه وشي ،  چې  د ارشاد او پوهنې له لارې ، د ټولنې پرګنې اصلاح شی .

معصیّت او فساد څه معنا لري او  پخپلو کې څه توپيرونه لري ؟

ګناه یو شخصي عمل دی چې  د خداي له فرمایشاتو څخه  نافرماني حسابیږي  او په بله معنا، دهغه کار ترسره کیدا  چې خدای تعالی نهي کړي دي یا دهغه کار پریښودل چې د ترسره کلو  فرمان  ئې ور کړی دی . فساد هغه وضعیّت دی چې  د ټولنې د سلامتیا اوعادي لاره سره ګډوډوي ، آزادي وامنیت ،عدالت  او عمومي آرامښت  له مینځّه وړي  اوټولنه  داعتدال او برابرئ له حالته وباسي . 

پر دې اساس ، ګناه ، د انسان د چلند تباهي  او فساد د ټولنې  تباهي  حسابیږي  چې قران کریم  ددغو دواړو ترمینځ  مستقیمه او پراخه  رابطه انځور کړې ده . ظَهَرَ الْفَسَادُ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ بِمَا كَسَبَتْ أَيْدِي النَّاسِ لِيُذِيقَهُمْ بَعْضَ الَّذِي عَمِلُوا لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ؛   :په وچې او سمندر کې  د هغو ځيږو عملونو په سبب ، چې خلک ئې پخپله ترسره کوي ، فساد او  تباهي ورڅخه رابرسیده شوې ده ، څو (دخدای مجازات) له هغه څه څخه  چې ئې ترسره کړي دي ، دوي ته ئې خوند وروڅکي ، ممکنه ده ، له ګناه اوبغاؤته بیرته وګرځي (د روم سوره =۴)

 دا  د ګناه او فساد ترمینځ د پراخ ارتباط ښودنه  ده . ګناه   او قانون ماتول ، د زهرجنو او ناسالمو خوړو په شان دی چې  دانسان د بدن په منظمولو کې ناخوښې اغیزې شیندي او انسان  ئې په طبیعي  غبرګونو کې ښکیلیږي . مثلا دروغ دي ،  اعتماد سلبوي ،  او په امانت کې خیانت ، اجتماعي اړیکې  سره ګډوډوي  او ظلم تل د نورو ظلمونو سرچینه  کیږي .  

د اسلامی روایتونو په اساس  ډیری ګناهانې داسې اغیزې په ځان پسې لري ، له مونږه پټې دي ، مثلا، په روایتونو کې راغلي دي ،چې صله رحم غوڅول ، (یعني له خپلوانو سره  ارتباط غوڅول) ژوند لنډوي  او  دیتیم دمال خوړل ، زړه تورتم کوي . له حضرت امام جعفر صادق علیه السلام  څخه په یوه روایت کې  کې راغلي دي ،؛ دوي  چې د ګناه په خاطر له دنیا ځي ، نو  له هغو کسانو څخه دي ، چې  په طبیعي  مرګ  مري ؛ پيغمبر په یوه ځاي کې فرمائيلی دي ؛زنا شپږ نتیجې لري ، درې ئې په دنیا کې  او درې ئې هم په آخرت کې  رابرسیره کیږي :::: 

 دا یو الهي سنت دی چې که  انسان خپله اصلاح ونه کړي ،پنځون او نړۍ  په طبیعي توګه او په الهي قواعدو سره  د دوي  چاڼ کونې او د بدو کارونو له مینځه تلو ته مخه  کوي . علامه طباطبائی دقرآن کریم  د آيتونو په استناد سره ،  ټینګار کوي ، چې د پنځون په نظام کې باطل  دوام نه مومي  او بلاخره نړۍ د اصلاح او ښه کیدا په لور روانه ده .  «واللّهُ لا یَهدِی القَومَ الظّلِمین؛ خدا ستمکاران را هدایت نمی‌کند»(د مائده سورې= 51).          

تړلې خبرونه
captcha